زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2023/11/05 - 05:13:0
زيارة: 269
مشاركة مع الـأصدقاء

په هند کې افغان کډوال له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟
 په هند کې افغان کډوال له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟

د کار نشتوالی، روغتيايي چارو ته نه لاسرسی، نامناسبه ښوونه او روزنه، د کډوالۍ په چاروکې ځنډ او خنډ هغه لاملونه دي چې په هند کې يې د افغانانو ژوند تنګ کړی. په هند کې هم شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال میشت دي.

په هند کې د افغان کډوالو د کميټې مشر ښاغلی احمد ضیا غني وايې تر ۲۰۲۱م کاله د افغان کډوالو شمېر په هند کې تر شلو زرو زیات و چې د دوی د پرله پسې هڅو وروسته وتوانيدل د استرلیا، کاناډا او امريکا هيوادونه اړ کړي چې د افغان کډوالو په منلو کې ورسره مرسته وکړي.

د شمېرو له مخې په تيرو دوو کلنو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR سره د مهاجرت اړوند د ګډ کار په نتیجه کې له نیمايي زیات دغه تازه کډه شوي افغانان نورو هیوادونو ته وتلي دي.

دا مهال په ټول هند کې شاوخوا لس زره افغان کډوال د ملګر ملتونو د کډوالو په عالی کميسارۍ  کې ثبت دي چې درې زره يې لا تر اوسه د کډوالۍ کارتونه نه دي تر لاسه کړي.

په ورته وخت کې په هندوستان کې د کورونو د موندلو په برخه کې اسناد مهم نقش لري او هغه افغانان چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري نه وي ثبت شوي، د کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ وي. سربیره پر دې، د هند پولیس د امنيتي ملاحظاتو له مخې هغه بهرنيانو ته چې قانوني اسناد و نه لري د کرايه کورونو د نيولو او سترو کارونو اجازه نه ورکوي.

په هندوستان کې میشت افغان کډوال غلام مرتضی اکرمي چې په ۲۰۱۹م کال کې د سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ د ترلاسه کولو په موخه هند ته تللی و، د جمهوري دولت تر سقوط وروسته د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندويزنو له امله نه دی توانیدلی چې بیرته افغانستان ته ستون شي.

ښاغلی اکرمي چي د څلور کلونو راهيسي د خپلې پنځه کسیزه کورنۍ سره د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي وایي چې د افغان کډوالو ژوند دلته له ډيرو ستونزو سره مخ دی.

هغه دویچه ویله ته وویل:« زموږ د کډوالۍ کیسونه د اړوندو ادارو له خوا په وخت نه کتل کيږي، کلونه کلونه وشول افغانان بې برخليک دي، ټول افغانان کوښښ کوي د نړۍ هغو هيوادونو ته چې کډوال مني ولاړ شي ترڅو هلته یې حقونه خوندي وي. اکرمي زیاته کړه چې کمزوری اقتصاد، د کار نشتوالي او نورې ستونزې افغان کډوالو ته روحي رواني ستونزې زیږوي.

په هند کې میشته د څلورو اولادونو مور افغانه کډواله نوريه صديقي، د ښونې او روزنې په برخو کې د ناسم سیستم او ښو امکاناتو ته د نه لاس رسي له امله د خپلو اولادونو ناروښانه راتلونکي ته اندېښمنه ده. د هغې په وينا په ښونځي کې د ماشومانو شاملول ډيرې ستونزې لري، څو ځله باید اړونده ادارو ته ولاړ شو چې ماشومان ښونځي کې داخل شي. هغه زیاتوي چې » د قلم، کتاب، کتابچو او روغتيايي ستونزو په برخه کې افغان زده کوونکو ته پاملرنه نه کیږي.

په هندوستان کښې د افغان کډوالو د کميټې مشر ښاغلي احمد ضيا غني بیا د یادو ستونزو په تائید وايې چې د افغان کډوالو ټولې اړونده ستونزې يې په ډيلي کې د UNHCR له ادارې سره شريکي کړي، خو دغه سازمان وایې هند لا تر اوسه د کډوالۍ نړيوال کنوانسيون چې پکې د کډوالۍ حقونه خوندي دي، نه دی لاسلیک کړی چې له همدې امله د مالي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې سیاسي بې ثباتي، نا امني، خراب اقتصادي وضعیت تر ډیره پورې د افغانانو د کډوالۍ علتونه په ګوته شوي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28266






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی